۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته په فراه ولایت کې خوراکي مرستې ووېشل شوې

فراه- د غویي ۲۹مه-۱۴۰۳
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د فراداتا موسسې سره په همکاري او همغږي، د یاد ولایت اړوند ۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي او ۱۰ کیلو دالنخود ووېشل شول.