د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست د بشري مرستو همغږي کونکې موسسې له رییس سره وکتل؛ په غور ولایت کې د وروستیو سېلاب ځپلو سره به ۳۵۰ زره ډالر نغدي مرستې ترسره شي

rahyab
Wed, Jul 10 2024 5:39 PM
تصویر خبر

کابل- د چنګاښ ۲۰-۱۴۰۳
محترم الحاج ملا محمد نورالدین ترابي، د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست، نن ماسپښین په خپل کاري دفتر کې د محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال په حضور سره له محترم تاج محمد بصیري، د بشري مرستو همغږي کونکې موسسې له اجرائیوي رییس سره وکتل او د هغه کاري راپور یې واوریده. 
په دې کتنه کې د بشري مرستو همغږي کونکې موسسې اجرائیوي رییس (CHA) ووېل: چې دا موسسه یو داخلي سازمان دی او له ۳۷ څخه زیات کلونه کېږي، چې د کرنې، تعلیم و تربیه، ټولنیزې پراختیا، روغتیا او طبیعي پېښو په برخه کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې فعالیت کوي. نوموړي زیاته کړه چې په سویلي، لویدیځ، شمالي او مرکزي ولایتونو کې یې د پېښو خطرونو د کمولو لپاره وقایوي پروژې پلي کړې دي، او اوس مهال په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم مهمې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي. 
ښاغلي بصیري همدارنګه ژمنه وکړه چې په راتلونکو اوونیو کې به د غور ولایت سېلاب ځپلو ته ۳۵۰ زره ډالر ووېشل شي.
ورته مهال د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست، نوموړي موسسه د پېښو له امله زیانمنو او د پېښو خطرونو کمولو په برخه کې د لازیاتو وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره وهڅوله. او هغوۍ ته یې ډاډ ورکړ چې د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي اداره چمتو ده ترڅو د وقایوي پروژو د پلي کولو په برخه کې له دې موسسې سره همکاري وکړي. او په راتلونکې کې به د لا زیاتو همکاریو تړونونو لاسلیک کولو لپاره زمینه برابره کړي.

Latest news

Wed, Jul 09 2025 8:47 PM
Background image

Signing of a Joint Cooperation MoU Between ANDMA and HHAO Institute Worth $170,680

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Deputy of the HHAO Institute, Honorable. . .

Wed, Jul 09 2025 3:23 PM
Background image

The Acting Head of ANDMA had a Meeting with the Ambassador of the Russian Federatio

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, met and held discussions with His Excellency Dmitry. . .

Tue, Jul 08 2025 9:49 PM
Background image

A Memorandum of Understanding for Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and ASIO Institute, Valued at $298,711

Today in afternoon, the Acting Head of Afghanistan National Disaster Management Authority, Honorable Mullah Nooruddin Turabi, met with the Head of ASIO Institute, Honorable Abdul Hadi. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .