له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د مهاجرت نړیوال سازمان IOM له رئیسې سره وکتل

rahyab
Sun, Nov 17 2024 2:55 PM
تصویر خبر

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د نوي ګمارل سوې رئیسې میا پارک، د بېړنیو حالاتو مسؤل فهیم صافي او د اړیکو مسؤل محمد سلیم خالد سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ترابي صاحب له هر څه وړاندې د IOM پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې IOM سازمان تل زموږ سره په بشري او تخنیکي مرستو کې بی سیاری  همکاري کړی ده  چې موږ ورڅخه ځانګړې مننه کوو او په راتلونکې کې یې هم پر   همکاریو ټینګار وکړ.
همداراز یې وویل چې مخکې په دې اداره کې د یاد سازمان دفتر فعال وو, خو اوس مهال یې دفتر غیر فعال دی که چېرې یاد سازمان خپل دفتر فعالوي موږ ورسره پوره همکاري کوو او کله چې یو کار یا هم پروژه مخ ته وړو باید په کار کې پوره شفافیت شتون ولري او د اصولو په چوکاټ کې وي.
د IOM سازمان نوې ګمارل سوې رئیسې میا پارک له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له سرپرست څخه مننه وکړه چې موږ ته مو وخت راکړ او زیاته یې کړه چې یادې ادارې تل زموږ سره په طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې زیاته همکاري کړې ده او موږ به تل هڅه کوو چې د دې ادارې سره همکاره پاته سو.
میاپارک زیاته کړه چې موږ د اقلیمي بدلون د زیانمنو په اړه څېړنه کوو چې څومره کسان د اقلیمي بدلون څخه زیانمن کیږي ترڅو موږ پر وخت تدابیر ورته ونیسو.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۵ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Thu, Aug 21 2025 3:20 PM
Background image

The General Director of ANDMA and the High-Level Delegation from AfghanAid had a Meeting

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with a high-level delegation from AfghanAid’s. . .

Thu, Aug 21 2025 3:15 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the IOM to Implement Preventive Projects in High-Risk Areas of Afghanistan

On Thursday afternoon, a technical meeting was held between Afghanistan National Disaster Management Authority and the International Organization for Migration (IOM) to discuss the. . .

Thu, Aug 21 2025 2:19 PM
Background image

ANDMA and the Justice and Civil Society Strengthening Organization (JCSSO) signed an MoU for Collaborative Projects Worth $489,332

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with Mr. Abbas Salami, Program Manager of the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .