د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۱۲۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۴,۶۲۲ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ۱,۷۵۴,۶۴۰ (۱ میلیون، ۷۵۴ زره او ۶۴۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره