له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د افغانستان لپاره کنسرن نړیوالې مؤسسې له رئيس سره وکتل

rahyab
Wed, Feb 19 2025 9:48 PM
news image

نن د چهارشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د کنسرن نړیوالې مؤسسې له رئيس محترم شهزاد جمیل، او د اړیکو او همغږۍ مسوول عبدالحق شریفي سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د یادې مؤسسې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله تل له بېلابېلو طبیعي پېښو سره مخ دی، چې هر کال د هېوادوالو د ځاني تلفاتو او مالي زیانونو لامل ګرځي. نوموړي له هغو مؤسسو چې د پېښو د مدیریت په برخه کې فعالیت کوي، وغوښتل چې د وقایوي پروژو پلي کولو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
ترابي صاحب زیاته کړه چې موږ به د مؤسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړو، خو له هغوی څخه هم تمه لرو چې په خپلو کارونو کې شفافیت او چټکتیا راولی.
وروسته، د افغانستان لپاره د کنسرن نړیوالې موسسې رئيس، شهزاد جمیل، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له همکاریو مننه وکړه او د یادې موسسې د تېرو پروژو راپور یې وړاندې کړ، او د راتلونکو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز څرګنده کړه چې په راتلونکو پروژو کې به، د بشري مرستو ترڅنګ، د وقایوي پرژو پلي کولو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .