د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Mar 13 2025 12:38 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۳ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه، انرژي لرونکي بسکوټ او WSB مواد ووېشل شول، د یادونې وړ ده چې دا مرستې د یوې میاشتې لپاره په پام کې نیول شوي وې او په پام کې ده چې راتلونکې میاشت هم یادو کورنیو ته د یوې میاشتې لپاره دا مرستې ووېشل شي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۹/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .