نن ورځ یک شنبه، د پیښو سره له مبارزې ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د ژوند بنسټ د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا موسسې دپروګرام د مشر غړي سره انصارالله اسدی په خپل کاري دفتر کي وکتل.

rahyab
Sun, Apr 27 2025 9:18 PM
news image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او  د ژوند بنسټ د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا موسسې  ترمنځ  د ۳۹۰۰۰ زرو ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوهترابي صاحب  د ژوند بنسټ د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا موسسې دپروګرام غړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي موږ تل دمؤسیساتو سره همکاري کړي ده او کوو یې او هیله لرو چي ټول سازمانونه او مؤسیسات پر وخت د اړمنو کورنیو سره مرستي وکړي او د ټولو نړیوالو او داخلي مؤسیساتو څخه یې غوښتنه وکړه چي په طبیعي او غیرطبیعي پېښو او وقایې په برخه کي زموږ سره همکاره پاته سي او د اولسونو سره مرستي وکړي.
د ژوند بنسټ د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا موسسې دپروګرام غړي انصارالله اسدی وویل چي یاده مؤسیسه په بیلابیلو برخو کي لکه روغتیا، پوهنه، حوادثو او بیلابیلو پروژو په برخه کي اولس ته خدمت کوو.
ښاغلې اسدی زیاته کړل چي خوښ یو چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره زموږ کارونه بیله ځنډه راته خلاصوي دیادې ادارې دټول کار ټیم څخه یی مننه وکړل.
دواړو لوریو د ۳۹,۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک کړه، چې د دې تفاهم نامې له مخې به، د UN-OCHA دفتر کلستر د معیاري فورمې په کارولو سره د زیانمنونکو سیمو بېړنۍ ارزونې، د ۴۶۰ کاریګرو لپاره د نغدي مرستو وېش، په داسې ډول چې ۳۰۰ کاریګرو هر یو ته به هره ورځ ۴۲۷ افغانۍ، او ۱۶۰ کاریګرو هر یو ته به هره ورځ ۸۰۰ افغانۍ ورکړل شي، د مستفیدینو لپاره د روزنيزو پروګرامونو تنظیم او د کار وسایلو وېش؛ د استنادي، ګبیوني او محافظتي دیوالونو د جوړولو لپاره د ساختماني موادو برابرول او د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د LRSEDO موسسې د کارکوونکو لپاره به په بدخشان ولایت کې ترانسپورتي اسانتیاوو برابرې او روزنيز پروګرامونه پلي شي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۹ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Aug 21 2025 3:20 PM
Background image

The General Director of ANDMA and the High-Level Delegation from AfghanAid had a Meeting

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with a high-level delegation from AfghanAid’s. . .

Thu, Aug 21 2025 3:15 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the IOM to Implement Preventive Projects in High-Risk Areas of Afghanistan

On Thursday afternoon, a technical meeting was held between Afghanistan National Disaster Management Authority and the International Organization for Migration (IOM) to discuss the. . .

Thu, Aug 21 2025 2:19 PM
Background image

ANDMA and the Justice and Civil Society Strengthening Organization (JCSSO) signed an MoU for Collaborative Projects Worth $489,332

Today in morning, the General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, met with Mr. Abbas Salami, Program Manager of the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .