د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Jun 03 2025 11:05 AM
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, یاد ولایت ته له پاکستان او ایران څخه په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۵ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱۰۰ کیلو غنم, د ماشومانو د البسې یو کېټ, د اوبو یو سطل, د اوبو دوه بوشکې, 4 عدده ځان پاکه, 4 کلچې صابون, د پوهاوي یو بروشر, 2 تختې کمپلې, دوه جوړه څپلکې او د خوړو د لوښو یو سیټ ووېشل شول.
ورته مهال, له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس, مولوي فیض الله جلالي راستنېدونکو کورنیو ته ډاډ ورکړ, چې اسلامي امارت ستاسو په خدمت کې دی او له تاسو به هیڅ ډول مرستې ونه سپموي او په راتلونکې کې به ستاسو لپاره د نورو مرستو زمینه هم برابره کړو.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .