د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د ویجاړو او تړل شويو عامه تاسیساتو د پاکولو او بیا رغونې چارې ترسره کړې

rahyab
Tue, Jul 22 2025 10:10 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د چین‌زايي کلي هغه سړکونه، سربندونه، ویالې او کاریزونه چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي وو، پاک او ترمیم کړي دي.
دا کارونه د ۱۳۵ تنو کاریګرو لخوا په ۱۴ ورځو کې ترسره شوي او هغه لارې او تاسیسات چې تړل شوي او زیانمن شوي وو، بېرته ورغول شول او اوس مهال د ګټې اخیستنې لپاره چمتو دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې سخت سېلابونه د نرخ ولسوالۍ ځینې برخې تر خپل اغېز لاندې راوستې وې چې له امله یې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي او ډېری کرنیز بنسټونه، سړکونه، سربندونه، کاریزونه او د اوبو کانالونه زیانمن شوي وو.  
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش سربېره، د زیانمنو عامه تاسیساتو د بیا رغونې پراخ اقدامات ترسره کړي چې دا اقدامات د سیمه‌ییزو خلکو له لوري ستایل شوي دي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۲۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .