د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې څو کړۍ ماینونه خنثی کړل شول

rahyab
Wed, Aug 06 2025 3:50 PM
تصویر خبر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د AREA ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې تخنیکي ټیم QRT-10، د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د نرغل او سلګري کلیو ترمنځ له تېرو جګړو څخه پاتې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي څو کړۍ AIM بوشکه‌یي ماینونه کشف او په خوندي توګه له منځه یووړل.
دا عملیات د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ ترسره شول، چې موخه یې د ماینونو او ناچاوده توکو له خطرونو څخه د خلکو د ځان، مال او د تګ راتګ لارو ساتنه ده. د ماینونو پاکولو وروسته، سړک د تګ راتګ لپاره خلاص شوی او خلک کولای شي په ډاډه سره له دې لارې څخه ګټه واخلي.

نېټه:۱۴۴۷/۲/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .