د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په استالف ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
Wed, Aug 13 2025 3:00 PM
تصویر خبر

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استالف ولسوالۍ په دهن ګذر کلي کې د سېلابونو د خطرونو او د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د استنادي دېوال جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې کېښوده.
دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، د هېواد له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د انجنیرانو لخوا په دهن ګذر کلي کې د زیانمنونکو سیمو سروې ترسره شوې وه، چې یاده سیمه د سېلابونو له خطر سره مخ پېژندل شوې وه او اوس مهال د یو میلیون افغانیو په ارزښټ په همدې سیمه کې د ۹۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړولو د پروژې کار عملآ پیل شو. 
ورته مهال د سیمې خلکو له دې پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او د نظام د بقا او ثبات لپاره یې دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .