د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې وقایوي پروژه پرانیستل شوه

rahyab
Tue, Aug 26 2025 3:16 PM
تصویر خبر

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سیلابونو له ګواښونو څخه د هستوګنیزو سیمو، سړکونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره د ۸۷ متره محافظتي دیوال د جوړېدو پروژه د (DAHW) په مالي ملاتړ او د ORDR مؤسسې په همکارۍ پرانیسته.  
یاده پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په تفاهم او همغږۍ پيل شوې، ترڅو د زیانمنتیا د کمولو او له خطر سره مخ سیمو لپاره خونديتوب برابر شي. 
د پرانیستې په مراسمو کې د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د ولایت د اقتصاد رئیس، د عنابه ولسوالۍ محترم ولسوال او یو شمېر سیمه ییزو مشرانو شتون درلود. د مراسمو په ترڅ کې د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره پروژه رسمآ پرانیستل شوه.
د دې دیوال پرانیسته د سیلابونو د خطرونو د کمولو، د سیمو د خوندیتوب برابرولو او د ټولنې د ظرفیت د لوړولو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .