په تخار ولایت کې د اومر ماین پاکۍ موسسې د پوهاوي ورکولو له روزنیزو پروګرامونو څخه څارنه وشوه

rahyab
Wed, Aug 27 2025 11:46 AM
news image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست په کلفګان ولسوالۍ کې د اومر ماین پاکۍ مؤسسې د پوهاوي ورکولو روزنیزو پروګرامونو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد پروګرامونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اومر ماین‌پاکۍ مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ, په آستانه‌تپې، اقبلاق، آیدل، چقورقشلاق او هرچه‌کوتل په کليو کې پیل شوي دي.
د دغو روزنیزو پروګرامونو موخه د خلکو د پوهاوي کچه لوړول، د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د سیمې اوسېدونکي خبرول او د انساني تلفاتو مخنیوی دی.
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دغو پروګرامونو له امله د قدردانۍ تر څنګ، د هېوادوالو د ژوند د خونديتوب په برخه کې د دوامداره همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .