د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۸۹ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال ګټې اخېستنې ته وسپاره

rahyab
Thu, Aug 28 2025 1:48 PM
news image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د قره‌باغ ولسوالۍ د استرغیچ کلي په سیمه کې د ۸۹ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپاره.
د دې پروژې د پرانیستې مراسم د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي نجیب‌الله انوري، د مرکزي ادارې د استول شوي پلاوي، د ولسوالۍ د مرستیال، د کلي د ملکانو، مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو په شتون کې ترسره شول.
د پرانیستې په دې مراسمو کې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس له خلکو وغوښتل چې د یادې پروژې په ساتنه او مراقبت کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو څخه خوښي وښوده او هغه یې د پېښو د خطرونو د کمولو په برخه کې یو اغېزمن ګام وباله.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۰۴ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .