ورستیو زلزله ځپلو ته د  کومک رسېدنې په موخه بېړنۍ غونډه ترسره شوه

rahyab
Mon, Sep 01 2025 3:04 PM
image

نن سهار د دوشنبې ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري رییس؛ محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په مشرۍ د هېواد په کچه د ملی او نړیوالو مرستندویه سازمانونه او مؤسسو سره وروستۍ زلزله ځپلو ته د پر وخت رسېدنې په موخه د دې ادارې په کاري دفتر کی بیړنۍ غونډه ونیول شوه، محترم عالمیار صاحب راغلیو مسؤلینو ته ښه راغلاست وویل او د یادې غونډې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. په غونډه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو او سازمانونو استازو، د ریاست دفتر رییس محترم مولوي صاحب فضل الباري جواد، د ماین پکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس محترم قاري نورالدین رستم خیل، د مقام سکرتر ملا سید احمد عثماني، د نړیوالو اړیکو آمر برهان الدین شینواري او د دې ادارې یو شمیر آمرینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې، د ادارې د دفتر رییس محترم جواد صاحب په مبارکو نبوي احادیثو سره زیانمنو شویو ته د پر وخت رسېدنې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او یاده غونډه یې ارزښتمنه وبله.
ورپسې، د نړیوالو اړیکو آمر؛ له یادو پېښځپلو سره د مرستو ترسره کول د داخلي او بهرنیو بنسټونو مسؤلیت یاد کړ، او زیاته یې کړه چې وروستۍ زلزلې د ټول هیواد په کچه په اکثرو ولایتونو کې په ځانګړي ډول په ٣ ولایتونو کې زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، نو له همدې امله  یې د ټولو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه، چی د زلزله ځپلو سره په ۷۲ ساعته کې تاسو د خپلو امکاناتو سره سم اړین کومکونه وکړﺉ.  
په دوام یې، د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ رییس، محترم رستم خیل یادو بنسټونو ته د هر ډول همکاریو د کولو ډاډ ورکړ او د مرستو د ښه مدیریت او شفافیت د رامنځته کولو په منظور یې، د دې ادارې او د ملي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه، ملي او نړیوالو بنسټونو د خوراکي، غیر خوراکي، روغتایي او لنډمهاله سرپناه مرستو د چمتوالي ډاډ ورکړ او ویې ویل چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو هڅې به د هغوی د کاري لومړیتوبونو په سر کې وي. او د امکان په صورت کی به په ۷۲ ساعته کی د ننه خپل کومکونه ور رسوو.
د غونډې په پای کې، د زلزله ځپلو سره د ستونزو پر بیړني حل کولو باندی ټینګار وشو.

نېټه: ۱۴۴٧/٣/٨ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .