د پیښو چارو د همغږۍ معین په میدان وردګ ولایت کې د دوو مهمو پروژو د جوړولو له بهیر څارنه وکړه

rahyab
Thu, Sep 04 2025 8:49 AM
news image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پیښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، میدان وردګ ولایت ته د خپل رسمي سفر په جریان کې، د دې ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس، محترم الحاج مولوي فیض الله جلال سره یوځای، د دوو مهمو عامه المنفعه پروژو د جوړولو او پلي کولو څارنه او بیالیدنه وکړه.
په دې سفر کې، د پیښو چارو د همغږۍ معین لومړی د نرخ ولسوالۍ د ده خرقه په کلي کې د پل د جوړولو له پروژې لیدنه وکړه. دا پل، چې د معیاري تخنیکونو سره سم د جوړېدو په حال کې دی، د ۱۳ مترو په اوږدوالي، ۴ مترو په عرض او ۳.۱ مترو په لوړوالي سره به جوړ شي او ټول ارزښت یې ۱۰۰۰،۰۰۰ (یو ملیون) افغانیو ته رسیږي. د دې پروژې پلي کول به د کلي او شاوخوا سیمو اوسیدونکو ته د سیمه ییز ترانسپورټ او تګ راتګ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه، د پیښو چارو د همغږۍ معین د میدان وردګ ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې څخه لیدنه وکړه. دا ودانۍ په دریو پوړونو کې جوړیږي او ټول ارزښت یې ۱۳،۰۰۰،۰۰۰ (دیارلس میلیونه) افغانۍ اټکل شوی دی. د دې ودانۍ په بشپړېدو سره به د دې ولایت خلکو ته د چټکو او اغیزمنو خدماتو د وړاندې کولو لپاره اړین اداري امکانات او اسانتیاوې برابرې شي.
محترم ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) خپلې څارنې په جریان کې، ټینګار وکړ چې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د ولایت په کچه د زیربناوو او خدماتو پروژو پلي کولو ته ژمنه دی او هڅه کوي چې د معیاري پروژو په پلي کولو سره خلکو ته د غوره خدماتو او د طبیعي پیښو د قربانیانو د پاملرنې لپاره مناسب امکانات چمتو کړي.
د پروژې د چارواکو څخه د مفصل راپور ترلاسه کولو وروسته، د پیښو چارو د همغږۍ معین د پروژې په شفاف، ګړندي او معیاري پلي کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې د پروژې د پیاوړتیا او پایښت ډاډمن کولو لپاره د کیفیت لرونکي موادو څخه کار واخیستل شي. 
د یادونې وړ ده، چې دواړه پورته ذکر شوي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او د کاري پلان سره سم پرمخ روانې دي. 

نیټه: ۱۴۴۷/٣/۱۱ هـ ق
له پیښو د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .