د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Mon, Sep 08 2025 9:12 AM
news image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیرخوراکي توکو دوه کېټونه ووېشل.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲ تختې کمپلې، یو باب خیمه، یوه تخته توشک، یو جای نماز، ۲ بوتل نیم کیلویي غوړي، ۲ پاکټه مکروني، ۲ پاکټه خرما، ۲ پاکټه بوره، د ماشومانو لپاره ۲ پاکټه بسکېټ، ۲ پاکټه لوبیا، ۲ پاکټه وریجې، ۴ پاکټه دال، یو پلاستیکي دسترخوان، ۱ پاکټ پوډر، ۴ پاکټه روی پاک، ۴ د غاښونو برسونه، ۲ د غاښونو کریم، ۱ بوتل د لوښو شامپو، ۱ دستشویی شامپو، ۱ د ځان مینځلو شامپو، ۴ کلچې صابون، ۱ بنډل کاغذ تشناب، د ماشومانو لپاره ۲ پمپر، د لوښو پاکولو ۱ وسیله او ۱ لاسپاک ووېشل شول.
ورته مهال، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار وکړ، چې له زلزله ځپلو کورنیو سره به د مرستو لړۍ دوام ولري.

نېټه:۱۴۴۷/۰۳/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Sep 07 2025 9:08 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority had a Meeting with the Japanese Ambassador to Afghanistan

Today, in afternoon, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with Mr. Takayoshi Kuromiya, the Japanese. . .

Sun, Sep 07 2025 4:57 PM
Background image

An MoU was Signed Between ANDMA and International Catholic Charity Organization for $1,040,702

Today in morning, His Excellency Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority (ANDMA), met with Mr. Branun Moore, representative. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .