د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۸۹ اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د دې ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۲۸۹ اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، نیم کیلو مالګه او ۶.۲۵ کیلو دال وویشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
