د بامیان ولایت په مرکز کې د استنادي دیوال پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rahyab
Mon, Oct 06 2025 3:25 PM
تصویر خبر

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست، د بامیان ولایت د مرکز د دولت‌اباد ملاغلام په کلي کې د استنادي دیوال/سیل‌بند پروژه د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) په مالي ملاتړ بشپړه او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د دې پروژې د پرانیستې او سپارلو په مراسمو کې د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، د ولایت مقام استازي، د اقتصاد ریاست، او د AKAH موسسې مسؤلینو ګډون کړی و.
دا پروژه چې ۱۳۴ متره اوږدوالی لري، ټولټال د ۱,۳۸۵,۸۹۲ (یو میلیون او درې سوه پنځه اتیا زره او اته سوه او دوه نوي) افغانیو په لګښت د سېلابونو له خطرونو څخه د خلکو د کورونه او کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه بشپړه شوه.
یاده پروژه د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو کې د خلکو د ګډون پروګرام یوه برخه ده چې د AKAH محترمې موسسې له خوا د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر څار لاندې پلي شوې ده. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .