د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درېیو استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پیل کړې 

rahyab
Sun, Oct 12 2025 3:20 PM
news image

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لویو رئیس؛ الحاج ملانورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د دې ولایت د برکي برک ولسوالۍ په درې الف شاه خیل، تګاب کهنه او شیخان مهمند کلیو کې د استنادي دیوالونو د جوړولو چارې د اته سوه او اته پنځوس زره او نه سوه او شپږ اتیا اعشاریه پنځه (۸۵۸،۹۸۶.۵) افغانیو په لګښت سره پیل کړې. 
د یادو استنادي دیوالونو د پرانیستې مراسمو کې، د دې ولایت د محترم والي مرستیال، د برکي برک ولسوالۍ محترم ولسوال، د کلیو او ښار جوړونې مسؤلینو او سیمه ییزو وګړو شتون درلود، چې چارې یې په الف شاه خیل کلي کې د ۱۰۶  مترو په اوږدوالي او ۳.۳۰ مترو لوړوالي، په تګاب کهنه کلي کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي او ۲.۷۰ مترو په لوړوالي او همدارنګه په شیخان مهمند کلي کې د ۳۱ مترو په اږدوالي او ۲.۱۰ مترو په لوړوالي سره د الهام بهزاد ساختماني شرکت له لوري پیل شوې. 
د یادونې وړ ده، چې د یادو استنادي دیوالونو په جوړولو سره د سیمې اوسېدونکي د سېلابونو د راوتلو له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۹ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .