د پېښو چارو د همغږۍ معین په فراه ښار کې د دوو وقایوي پروژو څخه لیدنه وکړه 

rahyab
Tue, Nov 04 2025 2:07 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین؛ محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) فراه ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې، د دې ولایت له دوو مهمو وقایوي پروژو څخه لیدنه وکړه. 
په دې لیدنه کې، له معین صاحب سره د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس؛ محترم الحاج مولوي محمد اسرائیل سیار او د هغه پلاوي هم ملګري وو.
په لیدونکو پروژو کې، د فراه ښار ۲۴٬۸۲۶ متر مکعب حجم لرونکی کانال او د فراه ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۱۸ مترو په اوږدوالي سره یو استنادي دیوال شامل وو. 
د دې پروژو د تطبیقولو موخه، د سېلابونو د خطرونو کمول، د اوسېدو وړ سیمو ساتنه او د ښار د وقایوي زیربناوو قوي کول دي. چې د استنادي دیوال پروژه بشپړه او په فراه ښار کې له روسوباتو څخه د کانال د پاکولو لړۍ دوام لري، چې د دې پروژې په تطبیقولو سره به د فراه ښار په زیانمنونکو سیمو کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ د سېلابونو له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي. 
د پېښو چارو د همغږۍ محترم معین د کتنې په لړۍ کې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست څخه د هغوی د هڅو د قدرداني کولو ترڅنګ د خلکو د زیانمننې په کمولو کې د وقایوي پروژو د تطبیقولو پر اهمیت ټنګار وکړ او لارښوونه یې وکړه، چې کارونه دې په ټاکلي وخت کې د تخنیکي معارونو په پام کې نیولو سره بشپړ شي.  

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۳ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .