له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ۹ عرادې ټویوټا کرولا ډول وسایط وپېرل

rahyab
Wed, Nov 05 2025 12:02 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم له مخې خپل ۲۱ عرادې بېلابېل ډول غیر فعال موټرونه، چې په بشپړ ډول له فعالیت څخه لوېدلي وو، د آزاد لیلام له لارې وپلورل او اوس مهال یې ۹ عرادې نوي ټویوټا کرولا ډول وسایط وپېرل.
هغه وسایط چې مخکې پلورل شوي وو، د ادارې د اوسني تشکیلاتي جوړښت له مخې د کارولو وړ نه وو, د قانوني اصولو او کړنلارو په بشپړ رعایت سره په پوره شفافیت او علني ډول د لیلام له لارې وپلورل شول او اوس مهال د یو موظف پلاوي له لوري چې مشري یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام د دفتر رئیس, محترم مولوي فضل باري جواد کوي، نوي موټرونه د هرات ولایت له اسلام‌قلعه څخه پېرودل شوي او مرکز ته انتقال شوي دي.
د یادونې وړ ده, چې یاد اقدام د سرچینو د اغېزمن مدیریت، د اداري شفافیت د لوړولو، د لګښتونو د کمولو او چارو ته پر وخت د رسېدو په موخه ترسره شوی دی.

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۱۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .