د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۲۱۶ مستحقو کورنیو ته د دوه یم پړاو نغدي پیسو د مرستو لړۍ پیل کړه 

tamim_azimi
Mon, Nov 10 2025 2:32 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په دره، حصه اول او بازارک ولسوالیو کې ۲۲۱۶ مستحقو کورنیو ته د نغدي مرستو لړۍ پیل کړه. 
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، په بازارک سیمه کې د دوه یم پړاو مرستو تر سرلیک لاندې د دې پړاو ۷۴۰ کورنیو هرې یوې ته ۲،۷۶۳ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه او څلورڅلویښت زره او شپږ سوه او شل (۲,۰۴۴,۶۲۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې. 
د یادونې وړ ده، چې د مرستو دا لړۍ په بازارک کې تطبیق شوه، او په دره او حصه اول ولسوالیو کې به ټولو ۲۲۱۶ کورنیو ته په څلورو دورو کې په راتلونکو ورځو کې دوام ولري. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .