په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۴۰۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې 

rahyab
Tue, Nov 11 2025 11:38 AM
news image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو بنسټونو په همکارۍ، د یاد ولایت په خُلم ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۴۰۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هرې کورنۍ ته، ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۳ کیلو سوپر سریال، ۱.۵ کیلو پلمپي او ۱ کیلو مالګه ووېشله.
همدا راز، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لوري هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ نغدې مرستې او د KAF محترمې موسسې هم هرې کورنۍ ته یوه تخته کمپله او یو تخته ترپال ووېشل شو. 
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي احسان الله احسان ووېل چې د دې پروګرام موخه زلزله ځپلو بېړنۍ رسېدنه او د ژمي په فصل کې د هغوی د ستونزو کمول دي.

نېټه:۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق
له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .