د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کار په بدل کې ١٠٠ تنه سیمه ییزو کارګرانو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل

rahyab
Wed, Nov 12 2025 12:25 PM
تصویر خبر

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په جلریز ولسوالۍ کې هغو ۱۰۰ تنه سیمه ییزو کارګرانو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل، چې د تېرو سېلابونو له امله د ولسوالۍ د ویجاړ شوي عمومي سړک د ترمیم او جوړولو په برخه کې یې د ۱۰ ورځو لپاره کار ترسره کړی و.
په دې لړۍ کې هر کارګر ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو بوره، ۱ کیلو تورچای، دوه جلده د یونیسف سازمان بروشرونه او د یونیسف ۲۸ پاکټه کلورین ووېشل شول.  
د وېش پر مهال د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، مولوي فیض الله جلالي وویل، موږ تل هڅه کوو چې په دې ډول پروژو کې د سیمې د اوسېدونکو د اقتصاد د پیاوړې کېدو لپاره د سیمې خلک په کار وګماروو او هڅه کوو چې په راتلونکې د دې ډول نورو پروژو ترسره کولو زمینه هم برابره کړو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۱ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .