د ننګرهار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ زلزلې له امله ۶۶ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

tamim_azimi
Sat, Nov 15 2025 12:04 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ملاتړ موسسې(Save the Children) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، د دې ولایت د دره نور ولسوالۍ په کندک کلي کې د وروستۍ زلزلې له امله ۶۶ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې وېش کې د مسولینو په شتون کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۹,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال شپږ سوه شپږ څلوېښت زره او اته سوه (۶۴۶,۸۰۰) افغانۍ د یادو کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 
مرسته‌ اخیستونکو کورنیو د مرستو د وېش په پار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د Save the Children موسسې څخه مننه او قدرداني وکړه 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .