په فراه ولایت کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او خنثی شول
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DRC ماین پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په ملاتړ، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر چاودېدونکي توکي چې یو فیر د هوا دافع ۲۷ میلي مترۍ مرمۍ، ۳ کړۍ خوشه یي بمبونو، یو فیرVOG-25 40 میلي مترۍ مرمۍ، یو فیرPG9 73 میلي مترۍ مرمۍ او یو فیر OG7 40 میلي مترۍ مرمۍ شتون درلود کشف او په خوندي توګه له منځه یوړلې.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس سیمه ییزو اوسېدونکو ته د عامه پوهاوي د ورکولو ترڅنګ وویل، چې د هر ډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي ترڅو یې د له منځه تلو لپاره اړین تدابیر ونیول شي او سیمه ییز اوسېدونکي یې له بدو پایلو څخه خوندي شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۶/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
