د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

tamim_azimi
Sun, Dec 14 2025 10:01 AM
تصویر خبر

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ایریا ماین پاکۍ مؤسسې د چټک غبرګون لسم تخنیکي ټیم  په ملاتړ، د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهان کلي کې ۴ عدده د توپ مرمۍ کشف او په خوندي توګه له منځه یوړلې.

د یادو عملیاتو په پایله کې، د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو له سیمه ییزو اوسېدونکو وغوښتل چې د هر ډول مشکوک او چاودېدېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړوندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، چې ترڅو یې د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات ونیول شي. 

د یادونې وړ ده، چې د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د ولایت په کچه د ماینونو او ناچاوده توکو د موندلو او له منځه وړلو بهیر دوام لري.

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۳ ه.ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .