د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ګبیوني دیوال جوړولو له پروژې څخه څارنه وشوه

rahyab
Tue, Dec 23 2025 9:24 AM
news image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سنګین ولسوالۍ د ساروان قلعه په سیمه کې د ګبیوني دیوال جوړولو له پروژې څخه څارنه وکړه. دا څارنه د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خطر د مخنیوي او کمولو مدیر له لوري د کور او ښار جوړونې ریاست د څارنې لوی مدیر په ملتیا وشوه.

د دې لیدنې په ترڅ کې، د پروژې کارونه له نږدې وڅارل شول، چې د وړاندې شویو معلوماتو له مخې ۳۸ سلنه فزیکي پرمختګ شوی دی. همدا راز، هغه نیمګړتیاوې چې په تېرې لېدنې کې په نښه شوې وې، اصلاح شوې دي او د کار د لاښه والي لپاره د پروژې د پلي کوونکي شرکت انجنیر ته د انجنیري د اصولو او معیارونو سره سم لازمې لارښوونې وشوې.

د یادونې وړ ده، چې له دې پروژې څخه په منظم ډول په اوونۍ کې یو یا دوه ځله څارنه کېږي ترڅو له کیفیت او معیاري پرمختګ څخه یې ډاډ ترلاسه شي.    

نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .