د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۸ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت اړوند د باغ پل ښارګوټي د کډوالو په پنډغالي کې هستوګن له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۰۸ اجباري راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې ۱۰۳ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو غنم، یوه چریکي بستره، ۱۰ کلچې صابون او ۵ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، یوه چریکي بستره او ۱۰ کلچې صابون ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
