د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rahyab
Wed, Dec 24 2025 9:40 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTID موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د خم مغاب کلي اړوند د اوبو رسولو پروژه، ټولټال دوه میلیونه پنځه سوه او اوولس زره درې سوه او درویشت (۲،۵۱۷،۳۲۳) افغانیو په لګښت، د اکټیډ دفتر لخوا د AHF دفتر په مالي ملاتړ، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر مدیریت او څارنې لاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا پروژه د کشم ولسوالۍ، د اقتصاد ریاست، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازو، سیمه ییزو مشرانو او اوسېدونکو په شتون کې رسما پرانیستل او سیمه ییزو اوسېدونکو ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۸ متره مکعب حجم په لرلو سره د څښاک د اوبو یو باب ذخیره، له چینې څخه د اوبو ذخیره ته د ۱۰۵۰ متره اوږد داخلي پایپ ترمیم او بیارغونه، د ۵۸۵۶ مترو په اوږدوالي سره د کلي د داخلي شبکې بشپړ ترمیم او بیارغونه، د ۲۰ پایو شیر دهنونو ترمیم او بیارغونه، د چینې لپاره د نوي محافظتي دیوال جوړول، د یو باب ګیټ وال جوړول، او د خم آب درې له سر څخه د ۵۰ متره کیبل سره د یو جوړه دره ګذر جوړولو شتون درلود.

د دې پروژې په پلي کیدو سره، به پاکو او د څښاک وړ اوبو ته د خم باغ کلي د اوسېدونکو لاسرسی د پام وړ ښه شوی، او په دې سیمه کې به د اوبو د کمښت ستونزې تر ډیرې اندازې حل شوې دي.

په پای کې، مسؤلینو له سیمه ییزو اوسېدونکو وغوښتل چې د اوبو رسولو شبکې په منظم ساتلو کې دې بشپړه همکاري وکړي.

همدارنګه، د سیمه ییزو اوسېدونکو هم د دې پروژې په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت له مشرتابه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، د ACTID دفتر او د AHF دفتر څخه یې مننه او قدردانی وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۰۳ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .