د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۲ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مزار شریف ښار په بېلابېلو ناحیو او نهر شاهي او دهدادي ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۵۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵,۸۰۰ افغانۍ او شیدې خوره ماشومانو او امیندوارو مېرمنو لرونکو کورنیو ته ۱.۵ کیلو پلمپي او ۳ کیلو سوپر سریال ووېشل شول او د وېشل شویو نغدو مرستو اندازه ټولټال یو میلیون او څلور سوه یو شپېته زره او شپږ سوه (۱,۴۶۱,۶۰۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۰۷/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
