د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز نیلي ښار کې د و چکالۍ او اورلګېدنې له امله ۳۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره او نیم کیلو چای ووېشل شو.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
