د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د جوړې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه
محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین، کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رییس محترم مولوي شفیق الله جواد او تخنیکي پلاوي سره یوځای، د کندز ولایت په علي آباد ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره د جوړ شوي پروژې څخه لیدنه وکړه.
د دې سفر په ترڅ کې، د پیښو چارو د انسجام او همغږۍ مرستیال د پروژې تخنیکي حالت له نږدې وڅیړو او له سیمه ییزو خلکو سره یې د لیدنې او خبرو اترو پرمهال، د سیمې د اوسیدونکو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې په دقت سره واورېدې. هغه د تخنیکي معیارونو سره سم د عامه ګټو پروژو په پلي کولو، په کاري چارو کې شفافیت او د خلکو د اساسي اړتیاوو په پام کې نیولو ټینګار وکړ، او د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو، د احتمالي زیانونو مخنیوي او د خلکو د ژوند او ملکیت په ساتنه کې یې د داسې پروژو رول مهم او حیاتي وباله.
محترم حاجي وارث د خپلې څارنې په جریان کې د پروژې د پلي کولو په پروسه کې یو شمیر تخنیکي نیمګړتیاوې په ګوته کړې او د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د پلي کونکي شرکت انجینر ته یې اړینې او جدي لارښوونې وکړې ترڅو ستونزې سمدلاسه حل کړي، د کار کیفیت ښه کړي او پروژه د ټاکل شوو معیارونو سره سمه بشپړه کړي.
باید وویل شي، چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د لارښوونو پر بنسټ، په هر ولایت کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو لپاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې کړې وې، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې یاده اندازه پیسې د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته ځانګړې کړې وې، او دا پروژه د هغې بودیجې په چوکاټ کې پلي شوه.
د یادونې وړ ده، چې دا پروژه، د ۱۵ متره اوږدوالي، ۶ متره پلنوالي او ۶ متره لوړوالي، چې ټولټال ۳۷۵ متر مکعب حجم لري، د ۹۴۹،۲۵۰ افغانیو په ټولیز لګښت پلي شوه. د دې پروژې په بشپړېدو او ګټې اخیستنې سره، شاوخوا ۵۰ استوګنیز کورونه، له ۱۰۰ جریبه څخه زیاته کرنیزه ځمکه او یو شمېر عامه تاسیسات د طبیعي پیښو له احتمالي خطرونو څخه خوندي شوي دي.
په پای کې، د پېښو چارو د انسجام او همغږۍ معین د منظمې څارنې پر دوام، د پروژو کیفیت د ښه کولو او د زیان منونکو سیمو خوندیتوب ته په جدي پاملرنه ټینګار وکړ، او ډاډ یې ورکړ چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره به د خطرونو کمولو، د زیانونو د مخنیوي او خلکو ته د هر اړخیز ملاتړ چمتو کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
سیمه ییزو اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو څخه د خوښي څرګندولو تر څنګ دا یو اغیزمن او پر وخت اقدام یاد کړ، او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پاملرنې او همکارۍ ستاینه یې وکړه، او د دې ولسوالۍ په نورو زیان منونکو سیمو کې یې د ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۷/۰۹ هـ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
