په ننګرهار ولایت کې د حرفوي زده کړو ۸۰ تنه زده‌ کوونکو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

rahyab
Sun, Jan 04 2026 10:09 AM
123

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې او د (AYSO)  مؤسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ۸۰ تنو د حرفوي زده کړو زده‌ کوونکو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هر زده کوونکي ته د هغوی د ځان بساینې په موخه د مسؤلینو په شتون کې ۷،۱۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یاد شمېر زده کوونکو ته پنځه سوه او یو اویا زره او دوه سوه (۵۷۱,۲۰۰) افغانۍ په پام کې نیول شوې وې.

په یادو مرستو ترلاسه کوونکو کسانو کې ٢٠ تنه ښځینه د سلمه دوزۍ، ٢٠ تنه ښځینه د قالین بافۍ، ٢٠ تنه نارینه د سولر او بیټرۍ ترمیم او ٢٠ تنه نارینه د موبایل جوړونې زده کوونکو شتون درلود.

د یادونې وړ ده، چې سیمه ییزو اوسېدونکو د اړونده مؤسسې د یاد اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا ډول مرستې به د ښځو او ځوانانو په اقتصادي او ځان بساینې برخه کې مهم رول ولوبوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Mon, Apr 27 2026 6:58 PM
Background image

The Demolition Work on Five Hazardous Rock Masses in Kabul’s District 7 Begins

Today, On Monday, Molvi Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordinating Disaster Affairs at the Afghanistan National Disaster Management Authority, officially launched the. . .

Mon, Apr 27 2026 4:46 PM
Background image

A Technical Meeting was Held Between ANDMA and the ACTED Organization

A technical meeting between Afghanistan National Disaster Management Authority and the ACTED Organization was held with the participation of technical experts and officials from both. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .