د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۴۰۰ متره د سېلاب لاره پاکه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه 

rahyab
Thu, Jan 08 2026 10:19 AM
123

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د نرخ ولسولۍ په عمرخېل سیمه کې د سېلاب د یوې لارې د پاکولو چارې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي او ۳ متره ژوروالي په درلودلو سره بشپړې او نن ورځ رسما ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 

دا پروژه د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم مولوي احمدشاه ذهین، د اړونده تخنیکي ټیم او د ولسوالۍ د مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوه. د دې پروژې د پلي کېدو په لړۍ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۵۰ لیټره ډیزل مصرف شول او د ټولګټو محترم ریاست له ماشینرۍ څخه پکې کار واخیستل شو. 

د دې پروژې په بشپړېدو سره، د سېلابي لارو د بندېدو جدي ستونزې له منځه یوړل شوې، او اوس مهال د خلکو تګ راتګ د دوه یم ځل لپاره عادي حالت ته را وګرځېدو، دا وقایوي اقدام د شاوخوا ۵۰۰۰ کورنیو، کرنیزو ځمکو، باغونو او له مرکز سره د دایمیرداد او نرخ ولسوالیو د نښلوونکي عمومي سړک د خونديتوب سبب شو. 

په ورستیو کې، سیمه ییزو اوسېدونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي او د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاس څخه د دوی د هڅو او پر وخت اقداماتو قدردانی وکړ او د پر وخت رسېدنې له امله یې خوښي څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۷/۱۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

Thu, Dec 04 2025 1:57 PM
Background image

The General Director of ANDMA met with the Director-General of the European Union’s Civil Protection and Humanitarian Aid Operations (ECHO)

Today, on Thursday, the Director-General of Afghanistan National Disaster Management Authority, respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met and held talks with Mr. Andreas. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .