له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

rahyab
Wed, Jan 14 2026 2:16 PM
123

نن د چهارشنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (OCHR) له اجرائیوي رئیس انجنیر عبدالبصیر حقمل سره وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 

محترم ترابي صاحب وویل، څرنګه چې دا پروژه د ژمنیو مرستو پورې اړه لري، نو لازمه ده چې په چټکۍ سره د پلي کېدو لپاره جدي هڅې وشي، تر څو خلک وکولای شي پر وخت ترې ګټه واخلي.

همدارنګه، د یادې مؤسسې رئیس عبدالبصیر حقمل د روانې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل، د پخوانیو همکاریو له امله یې له ترابي صاحب څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د مرستو د وېش پر مهال به شفافیت او چټکتیا په پام کې ونیول شي.

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د شپږ نوي زره (۹۶,۰۰۰) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې یاده مؤسسه د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو ۴۰۰ کورنیو ته د ژمنیو مرستو بستې ووېشي او په هره بسته کې به پنځه تختې کمپلې، دوه جوړه د لويانو پشمي جمپرونه، پنځه جوړه د ماشومانو پشمي جمپرونه، دوه د ښځو پشمي چادرونه، دوه د نارینه‌وو پشمي پټو، دوه جوړه د لويانو بوټان، څلور جوړه د ماشومانو بوټان، دولس جوړه د لويانو او ماشومانو جورابې، څلور جوړې د ماشومانو دستکشونه او څلور د ماشومانو ګرمې خولۍ شاملې وي، همدارنګه د پوهاوي بنرونه او بروشورونه به هم چاپ شي.

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .