د کندز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې بېلابېل ډول ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

rahyab
Sun, Jan 18 2026 11:21 AM
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د بیړنۍ اړیکې شمېرې (070,8606060) له لارې د ترلاسه شوي اړیکې پر بنسټ، د (MCPA) مؤسسې د دوهم بېړنۍ ځواب وینې ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالۍ ته د ماین پاکۍ د عملیاتو لپاره ولېږدوه. 

د دې عملیاتو په ترڅ کې، یاد ټیم د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ څو بلابیل ډوله ناچاوده توکي چې له تېرو جګړو څخه پاتې او د سیمې د اوسېدونکو په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، کشف، په خوندي ډول انتقال او له منځه یووړل. 

د ماین‌پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د ماینونو او شکمنو ناچاوده توکو سره د مخ کېدو په صورت کې له پورتنۍ بېړنۍ شمېرې سره اړیکه ونېسي او د خپلوهیوادوالو ژوند وژغوري. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .