د کونړ ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Thu, Feb 12 2026 11:37 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د همکارو بنسټونو ترمنځ د هوکړه لیکونو له مخې، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې ادارې تر چتر لاندې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ، له سروې وروسته د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته غیرخوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړ کې، ۳۴ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته د سرپناه د جوړولو یو بسته او ۸،۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته د کډوالۍ نړیوال سازمان له لوري ووېشل شوه. همدارنګه له دغو کورنیو څخه ۱۳ هغو کورنیو ته، چې کورونه یې ډېر زیانمن شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خېمه هم ووېشل شوه.

همداراز، د یادو کورنیو په ګډون، ټولو ۵۰ زیانمنو کورنیو ته د PU-AMI مؤسسې له لوري هرې کورنۍ ته یو د روغتیا ساتنې بسته هم ووېشل شوه.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

Tue, Jan 20 2026 3:39 PM
Background image

The Director General of ANDMA met with the Director of Mission of the International Organization for Migration (IOM) in Afghanistan

This morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with Ms. Mihyung. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .