په کونړ ولایت کې ۲۰۲ زیانمنو او بیځای شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې وویشل شوی
د کونړ ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالې ریاست د WFP موسسی سره په همکارۍ، ۷۳ کورنیو ته چي د طبیعې پیښو له امله زیانمني شوي وی، وروسته له سروی هري کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۷ کیلو دال، ۷ لیټره غوړې، نیم کیلو مالګه او د ماشومانو لپاره ۱۱ پاکټه تغذیه کوونکي بسکیټ وویشل. همدارنګه د IMC موسسی سره په همکارۍ، ۱۲۹ بیځای شویو کورنۍ، چي هري کورنۍ ته ۵ تختی کمپلې وویشلی.
