د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٧ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
Sun, Mar 08 2026 10:21 AM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DHSA مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سنګین او مارجې ولسوالۍ کې ١٠٧ زیانمنو کورنیو ته د هغو د کورنو د جوړولو او ترمیم په موخه له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې په بشپړ توګه تخریب شویو کورنیو هرې یوې ته ١٠٠١.٥ ډالرو معادل افغانۍ او  په قسمي توګه تخریب شویو کورنیو هرې یوې ته د ٢٧٥ ډالرو معادل افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمیر کورنیو لپاره شپږ پنځوس زره او درې سوه او پنځه اعشاریه پنځه (٥٦٣٠٥.٥) ډالره نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه د مرستو د ورکولو له امله مننه وکړه او زیانمنو کورنیو ته یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/٩/۱۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .