د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۶۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس په لارښوونه، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګوشته ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۱۶۸ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم، یو عدد څرغ، ۴ جوړه بېټرۍ او یو عدد پلاستیکي سطل ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۰۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
