د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت یوه کړۍ TC-6 ماين کشف او په خوندي توګه خنثی کړ.
د ماین پاکۍ دا عملیات د تخنیکي معیارونو په بشپړ رعایت سره ترسره شول، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له احتمالي خطرونو څخه وژغورل شول.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له خلکو وغوښتل چې د هر ډول ماینونو او شکمنو توکو د لیدو په صورت کې دې له اړونده مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، څو د هغوی د ځان او مال د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
