د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت او د مالي ملاتړ د پیاوړتیا لارو چارو د ارزونې په اړه تحلیلي غونډه وشوه

rahyab
Tue, May 12 2026 5:11 PM
333

د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت د څېړنې، د شته ننګونو او اړتیاوو د ارزونې په موخه، تېره ورځ د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست په دفتر کې یوه مهمه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، محترم حافظ مولوي عبدالرحمان رحماني، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، د همکارو مؤسسو مسئولینو او یو شمېر اړوندو شخصیتونو ګډون کړی و او په هېواد کې د ماین‌پاکۍ بهیر اړوند مهمو موضوعاتو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د دې غونډې اساسي موخه د ماین‌پاکۍ پروګرام د اوسني وضعیت تحلیل، د مالي مرستو د زیاتوالي لارو چارو څېړنه، د شته ننګونو لپاره د مناسبو حل‌لارو موندل او همدارنګه د هلوټرسټ مؤسسې د رئیس، ډاکټر فرید همایون، د مخه‌ښې مراسم ترسره کول وو.

په دې ناسته کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، محترم حافظ مولوي عبدالرحمان رحماني وویل، چې د پروګرامونو د پلي کېدو د چټکتیا په موخه به هوکړه لیکونه په مناسب وخت کې لاسلیک شي، ترڅو د کار بهیر په لا زیاته چټکتیا او همغږۍ سره پرمخ ولاړ شي.

هغه همداراز د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د اسلامي امارت واقعي او حقیقي انځور باید نړیوالې ټولنې ته وړاندې شي، او بشردوستانه موضوعات باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، په خپلو خبرو کې د ماین‌پاکۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې د ماینونو او ناچاوده توکو له شتون څخه، چې د پټو او خاموشه دښمنانو په توګه پېژندل کېږي، سخت زیان لیدلی او د هېواد پراخې سیمې لا هم په ماینونو ککړې دي.

ورپسې، ګډونوالو د ماین‌پاکۍ د روانو فعالیتونو، د مالي مرستو د کمښت او د خلکو د اړتیاوو د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحثونه وکړل. ګډونوالو د بېلابېلو نظرونو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د کاري بهیر پر ښه‌والي، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د ماین‌پاکۍ فعالیتونو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په غونډه کې حاضرو مسئولینو د اسلامي امارت، خصوصي سکتور، مرسته‌کوونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له لوري د مالي سرچینو جذب د ماین‌پاکۍ پروګرامونو د دوام او بریالیتوب لپاره حیاتي وباله او د مسئولینو ترمنځ ګډه همکاري او دوامداره همغږي یې د دغو پروګرامونو د اغېزمن پرمختګ له اساسي لاملونو څخه یاد کړل.

د غونډې په دویمه برخه کې، د هلوټرسټ مؤسسې د رئیس، ډاکټر فرید همایون، د مخه‌ښې مراسم ترسره شول. ګډونوالو د نوموړي د همکاریو، هڅو او خدمتونو ستاینه وکړه او د ماین‌پاکۍ اړوندو پروګرامونو په پرمختګ کې یې د هغه رول اغېزناک، ارزښتناک او د ستاینې وړ وباله.
د غونډې په پای کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، له لوري ډاکټر فرید همایون ته ډالۍ او ستاینلیک وړاندې شول او د هغه له خدمتونو او همکاریو څخه په رسمي ډول مننه او قدرداني وشوه.

نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

Latest news

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

Wed, Jul 29 2026 2:16 PM
Background image

The Director General of ANDMA Visited the Flood-Affected Areas of Parwan Province

Today, on Tuesday, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, after visiting Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .