د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۵ زيانمنو کورنيو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC)، د ماشومانو د ساتنې موسسې او دMercy Corpse موسسې په ملاتړ او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر OCHA په همغږۍ، د یاد ولایت اړوند ۲۶۵ زيانمنو کورنيو ته، چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، تر سروې وروسته نغدي او غیري خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، د ماشومانو د ساتنې موسسې له لوري ۱۳۷ کورنیو هرې یوې ته ۱ هایجن کېټ، د DRC موسسې له لوري ۷ کورنیو هرې یوې ته له ۱۳,۰۰۰ څخه تر ۱۸,۰۰۰ افغانۍ، او د Mercy Corpse موسسې له لوري ۱۲۱ کورنیو هرې یوې ته ۵,۶۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه اووه لکه او پنځه نوي زره او یو سل او پنځوس (۷۹۵,۱۵۰) افغانۍ کېږي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
