د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ۳ کیلومتره سیند لارې د پاکولو له چارو څخه څارنه وکړه
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د جلریز ولسوالۍ په تکانې سیمه کې د تېرو سیلابونو په ترڅ کې له خټو او شګو څخه د ۳ کیلومتره ډکه شوې سیند لارې د پاکولو له چارو څخه څارنه وکړه.
د یادې سیمې د سیند لاره، چې د سیلابونو له امله په بشپړه توګه ډکه شوې وه، څخه موده وړاندی یی د پاکولو کار پیل شوی و او په راتلونکو څو ورځو کې به بشپړ شي.
د جلریز ولسوالۍ اوسېدونکو د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د دې سیند لارې د پاکولو په پار خوښي او مننه څرګنده کړه، چې د دوې ستونزو ته یی پر وخت رسېدنه وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
