د ماین پاکۍ موسسو د کارکوونکو لپاره د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام د ARTIOS نړیوال شرکت د متخصصینو له خوا ترسره شو
د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام په رسمي ډول د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د DRC موسسې په روزنیز کمپ کې د یادې موسسې او د هېلو ټرسټ نړیوالې موسسې د کارکوونکو لپاره پرانیستل شو.
دغه پروګرام د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستمخېل، د DRC موسسې د مسؤلینو په ګډون او د ARTIOS نړیوال شرکت د استادانو او متخصصینو له لوري، د یادې موسسې په مالي ملاتړ پیل شو. د دې پروګرام موخه د ناچاوده توکو پېژندنې، مدیریت او شنډولو په برخه کې د کارکوونکو تخنیکي او عملي وړتیاوو لوړول دي.
یاد روزنیز پروګرام به درې اوونۍ دوام وکړي او پکې د ناچاوده توکو د شنډولو، د چاودېدونکو توکو د خطرونو مدیریت او د دې برخې له نړیوالو معیارونو سره د بلدتیا په اړه نظري او عملي زده کړې شاملې دي. د دې پروګرام عملي برخه به د هېلو ټرسټ موسسې اړوند د باریکآب په روزنیز کمپ او د کابل ولایت په دهسبز ولسوالۍ کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې دا روزنیز پروګرام څو بېلابېلې کچې لري. د دې پروګرامونو مخکینۍ کچې په بهرنیو هېوادونو کې ترسره کېدې، خو اوس له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د هڅو او په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت له امله دغه روزنیز کورس په کابل کې ترسره کېږي. دا چاره د لګښتونو او وخت په سپما کې خورا اغېزمنه تمامېدای شي.
