د ماین پاکۍ موسسو د کارکوونکو لپاره د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام د ARTIOS نړیوال شرکت د متخصصینو له خوا ترسره شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۳:۵۲
news image

‎د چاودېدونکو توکو د شنډولو (EOD) د درېیمې لوړې کچې روزنیز پروګرام په رسمي ډول د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د DRC موسسې په روزنیز کمپ کې د یادې موسسې او د هېلو ټرسټ نړیوالې موسسې د کارکوونکو لپاره پرانیستل شو.

‎دغه پروګرام د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رئیس، محترم قاري نورالدین رستم‌خېل، د DRC موسسې د مسؤلینو په ګډون او د ARTIOS نړیوال شرکت د استادانو او متخصصینو له لوري، د یادې موسسې په مالي ملاتړ پیل شو. د دې پروګرام موخه د ناچاوده توکو پېژندنې، مدیریت او شنډولو په برخه کې د کارکوونکو تخنیکي او عملي وړتیاوو لوړول دي.

‎یاد روزنیز پروګرام به درې اوونۍ دوام وکړي او پکې د ناچاوده توکو د شنډولو، د چاودېدونکو توکو د خطرونو مدیریت او د دې برخې له نړیوالو معیارونو سره د بلدتیا په اړه نظري او عملي زده کړې شاملې دي. د دې پروګرام عملي برخه به د هېلو ټرسټ موسسې اړوند د باریک‌آب په روزنیز کمپ او د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې ترسره شي.

‎د یادونې وړ ده چې دا روزنیز پروګرام څو بېلابېلې کچې لري. د دې پروګرامونو مخکینۍ کچې په بهرنیو هېوادونو کې ترسره کېدې، خو اوس له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ادارې د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست د هڅو او په ټول هېواد کې د امنیت د ټینګښت له امله دغه روزنیز کورس په کابل کې ترسره کېږي. دا چاره د لګښتونو او وخت په سپما کې خورا اغېزمنه تمامېدای شي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مهمندرې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د ټولنې په کچه د ژغورنې کېټونه ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د SCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ، د مهمندرې ولسوالۍ د ګردي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۸
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ کارګرو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د مقام په لارښوونه، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ګلتپې ولسوالۍ کې د «کار په بدل کې غنم» د پروګرام په دوام ۱۲۰ کارګرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شیب‌کوه ولسوالۍ کې د سېلابي لارې جوړولو د پروژې له کار څخه څارنه وکړه

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي ټیم، د شیب‌کوه ولسوالۍ په دورجو کلي کې د سېلابي ‌لارې جوړولو د پروژې له کار څخه تخنیکي څارنه وکړه او د کار د لا ښه پرمختګ او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .