له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس ۸۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
Tue, Jul 28 2026 4:59 PM
123

نن ورځ سه‌شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میدان وردګ او لوګر ولایتونو له سفرونو وروسته، د دې ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز له رئیس، محترم ملا سیداحمد عثماني او د اطلاعاتو او نشراتو رئیس او ویاند، محترم محمد یوسف حماد سره یوځای کاپیسا ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په انګړ کې یې د وروستیو سېلابونو له امله ۸۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

محترم ترابي صاحب د مرستو د وېش پر مهال وویل، نن ورځ ۸۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لوري هرې کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ او د یونیسف دفتر له خوا هرې کورنۍ ته یوه روغتیايي بسته، چې ۱۹ قلمه روغتیايي توکي پکې شامل دي، ووېشل شوه.  همداراز به د راتلونکي پنجشنبی  په ورځ به د WFP لخوا  خوراکی مواد او  Si موسسی لخوا نوری نغدی پیسی هم درکول سی نوموړي همدارنګه وویل، چې ان‌شاءالله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له لوري به   ستاسو لپاره نورې مرستې هم په پام کې نیول سوې دې .

په همدې حال کې، د دغو مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او همکارو مؤسسو څخه مننه وکړه او د ادارې مسؤلینو ته یې د خیر دعاوې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:15 AM
Background image

The General Director of ANDMA Visited Flood-Affected Areas in Kapisa Province

Today, on Tuesday, following his visits to Maidan Wardak and Logar provinces, the General Director of ANDMA, the respected Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, together with the Director of. . .

Sun, Jun 21 2026 3:13 PM
Background image

An MoU worth 941,949 US dollars was signed between ANDMA and the International Rescue Committee (IRC) for joint cooperation

Today, on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met with a delegation from the International. . .

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .