د سمنګان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۷۴ کورنیو ته نغدي مرستې وویشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د دره صوف ولسوالۍ په سردشت علي خیل کې ۱۰۷۴ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵٫۸۶۵ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول شپږ میلیونه او دوه لکه او نه نوي زره او لس (۶٫۲۹۹٫۰۱۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
